12 بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو.
هغۀ وکتل او څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى مشى له ورمنډه کړل. د عزت نه ورته ټيټ شو،
په هغه ماښام چې دوه فرښتې سدوم ته راغلې، لوط د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې په ځائ کښې ناست وو. چې څنګه هغۀ هغوئ وليدې، نو هغه پاڅېدو او ستړې مشى له ورَغلو. هغه هغوئ ته د عزت نه ټيټ شو
اِبراهيم پاڅېدو او د هغه مُلک خلقو يعنې حِتيانو ته يې د عزت نه سر ټيټ کړو
يعقوب د دوئ نه مخکښې لاړو او چې څنګه خپل ورور ته ورسېدو، نو ټيټ شو او اووۀ ځل يې تندې په زمکه ولګولو.
يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول.
يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ما هيڅکله هم دا ګُمان نۀ وو کړے چې زۀ به بيا تا ووينم او اوس خُدائ پاک راباندې ستا بچى هم وليدل.“
يوسف اِفرائيم د يعقوب ګس طرف ته او منسى د هغۀ ښى طرف ته نزدې راوستل.
نو بتسبع بادشاه له لاړه چې د هغۀ سره د ادونياه دپاره خبره وکړى. بادشاه پاڅېدو چې خپلې مور ته ستړى مشى وکړى او د هغې په مخکښې ټيټ شو. بيا هغه په خپل تخت کښېناستو او د هغې دپاره يې بل تخت راوړو چې د هغۀ ښى طرف ته هغه پرې کښېنى.
نو هغه د اليشع په پښو پرېوتله، زمکې ته ټيټه شوه، او بيا هغې خپل زوئ واخستلو او لاړه.
د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.
موسىٰ سمدستى خپل سر زمکې ته ټيټ کړو او سجده يې وکړه.
د هغې بچى چې راپاڅى نو دې ته برکت ورکوى او خاوند يې هم صِفت کوى،
ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
د بوډاګانو په مخکښې پاڅېږئ او د مشرانو عزت کوئ. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ يم.
اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے.