11 يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ما هيڅکله هم دا ګُمان نۀ وو کړے چې زۀ به بيا تا ووينم او اوس خُدائ پاک راباندې ستا بچى هم وليدل.“
هغۀ دا وپېژندله او وې فرمائيل، ”آو، دا چُوغه هم زما د زوئ ده. څۀ ځنګلى ځناورو هغه خوړلے دے. زما زوئ يوسف به په رښتيا سره ټوټې ټوټې شوے وى.“
ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.
خپل پلار يعقوب هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ما د ټولو زامنو نه خلاصول غواړئ څۀ؟ يوسف لاړو، شمعون لاړو، او اوس به تاسو بنيامين هم بوځئ. دا ټول تکليفونه په ما راغلى دى.“
هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقوب حق حېران شو او د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو.
د ډېر عُمر په وجه د يعقوب نظر کمزورے شوے وو او د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يوسف هغۀ له زامن راوستل او هغوئ يې راغاړه ويستل او ښُکل يې کړل.
بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو.
او تۀ دې تر هغې پورې ژوندے پاتې شې چې د خپلو بچو بچى وګورې، په بنى اِسرائيلو دې سلامتيا وى.
نمسى د خپلو مشرانو دپاره تاج وى، او ماشومان په مور پلار فخر کوى.
د خُدائ پاک جلال دې وى څوک چې قادر دے او د هغه قدرت په وسيله چې په مونږ کښې کار کوى هغه زمونږ د منت او خيال نه ډېر زيات کار کولے شى،