1 څۀ موده وروستو يوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منسى او اِفرائيم روان کړل او د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو.
په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول.
چې يعقوب خبر شو چې خپل زوئ يې تپوس له راغلے دے، هغۀ خپل ځان تکړه کړو او په کټ کښې نېغ کښېناستو.
نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى.
هغه د اِفرائيم بچى او نمسى ليدلو پورې ژوندے وو. هغۀ د منسى د زوئ مکير بچى هم په خاندان کښې وليدل.
اليشع پېغمبر په يوه سخته بيمارۍ بيمار شو او چې هغه مړ کېدو نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس مِلاوېدو له ورَغلو او د هغۀ د حالت په ليدو باندې يې ژړل. هغۀ چغې وهلې، ”زما پلاره، زما پلاره. تۀ د اِسرائيلو تکړه حِفاظت کوونکے وې.“
اليشع مړ شو او ښخ شو. هر کال به د سپرلى په موسم کښې د موآبيانو لښکر د اِسرائيل په مُلک حمله کوله.
ايُوب د دې نه پس يو سل او څلوېښت کاله ژوندے وو او د څلورم نسل پورې خپل بچى او نمسى يې وليدل.
او تۀ دې تر هغې پورې ژوندے پاتې شې چې د خپلو بچو بچى وګورې، په بنى اِسرائيلو دې سلامتيا وى.
نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“
هم د ايمان په وسيله يعقوب چې کله مړ کېدو د يوسف وړو زامنو ته يې برکت ورکړو او د خپلې امسا په سر يې د تکيه کولو سره سجده وکړه.