9 يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“
د دې نه پس، شيم پينځۀ سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
د اِسحاق ټول عُمر يو سل اتيا کاله وو
يعقوب په مِصر کښې اوولس کاله اوسېدو، نو د يعقوب ټول عُمر يو سل اووۀ څلوېښت کاله وو.
او فِرعون د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ به د څو کالو يې؟“
او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
نو يوسف د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې په مِصر کښې په حق ورسېدو. هغوئ د هغۀ د لاش اوچولو بندوبست وکړو چې خراب نۀ شى او په تابوت کښې يې کېښودو.
مالِکه خُدايه، تا ته پته ده چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان مونږ خپل ژوند د مسافرو په شان په يو ځائ بل ځائ کښې تېر کړے دے، زمونږ ژوند د تېرېدونکى سورى په شان فانى دے.
يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،
زۀ په دې زمکه مسافر يم، ما نه خپل حُکمونه مۀ پټوه.
ستا شريعت زما د سندرو مرکز دے په هر ځائ کښې چې زۀ اوسېدلے يم.
اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره، د مدد دپاره زما فرياد واوره، زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه. زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم، لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.
ما لږ پرېږده چې دوباره خوشحاله شم، د دې نه مخکښې چې لاړ شم او فنا شم.“
تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو، زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو، د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.
ما د هغوئ سره د کنعان مُلک ورکولو لوظ هم وکړو، هغه مُلک په کوم کښې چې دوئ د مسافرو په شان اوسېدلى وُو.
په هغه وخت چې کله دوئ فِرعون سره خبرې وکړې، موسىٰ د اتياو کالو وو او هارون د درې اتياو کالو وو.
نو مونږ همېشه په دې ډاډه يُو اګر کۀ مونږ ته پته ده چې ترڅو چې مونږ د دې بدن په کور کښې يُو نو تر هغې د مالِک په کور کښې نۀ يُو.
موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو.
ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.
خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.
د هغې نه پس، د مالِک خُدائ خِدمتګار د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې وفات شو.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.