Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 47:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ”مونږ دې مُلک ته د اوسېدو دپاره راغلى يُو، ځکه چې د کنعان په مُلک کښې ډېر سخت قحط دے او زمونږ د څاروو د څرېدلو ځائ نشته. صاحِبه، مونږ تا ته سوال کوُو، مونږ له اجازت راکړه چې د جشن په علاقه کښې اوسيږو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 47:4
11 Iomraidhean Croise  

او يو ځل په کنعان کښې قحط راغلو او دا د برداشت نه دومره بهر وو چې ابرام مِصر ته هِجرت وکړو، چې هلته دېره شى.


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، دوئ به هلته نوکران شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى،


نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو،


تاسو به د جشن په علاقه کښې اوسېږئ، چرته چې به تۀ، ستاسو بچى، نمسى، ستاسو ګډې، چېلۍ، څاروى او ستاسو هر څۀ به ما ته نزدې وى.


نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.


فِرعون يوسف ته ووئيل، ”اوس ستا پلار او ستا وروڼه راغلى دى،


نو بيا بنى اِسرائيل مِصر ته راننوتل، د حام په مُلک کښې يعقوب د مسافر په شان اوسېدلو.


مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”ډېره موده وړاندې زما خلق مِصر ته د څۀ مودې دپاره لاړل، خو اوس اسوريان بغېر د څۀ وجې په هغوئ باندې ظلم زياتے کوى.“


بيا په ټول مِصر او کنعان کښې قحط راغلو او سخته تنګسيا راغله او زمونږ د پلار نيکونو سره د خوراک دپاره هيڅ څيز نۀ وو.


خُدائ پاک ورته هم داسې وفرمائيل چې، ”ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، او هغوئ به غلامان شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى.“


نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan