26 نو يوسف د مِصر مُلک دپاره دا يو قانون جوړ کړو چې د فصل پينځمه حِصه به د فِرعون وى. دا قانون تر اوسه پورې شته دے. خو صِرف د اِمامانو زمکې د فِرعون نۀ شوې.
ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِکصِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه.
دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“
تاسو له نور آفسران هم مقررول په کار دى او د آبادۍ په دې اووۀ کالونو کښې د فصلونو پينځمه حِصه اخلئ.
خو صِرف هغه زمکه يې وانۀ خستله کومه زمکه چې د اِمامانو وه. هغوئ دپاره دا ضرورى نۀ وه چې خپله زمکه خرڅه کړى، ځکه چې فِرعون هغوئ له د اوسېدو دپاره وظيفه ورکوله.
هغوئ ورته ووئيل، ”تا زمونږ ژوند بچ کړے دے، صاحِبه. تۀ په مونږ مهربان يې او مونږ به د فِرعون غلامان يُو.“
تاسو ته د دې اجازت نشته چې د اِمامانو، ليويانو، موسيقارانو، څوکيدارانو، کاريګرو، يا د بل هر هغه چا نه محصُول، جزيه او پېسې واخلئ چې د چا تعلق د خُدائ پاک د دې کور سره وى.
زۀ به د دُنيا د ټولو نه زيات ظالم قومونه راولم چې د دوئ نه د دوئ کورونه په زور قبضه کړى، او زۀ به د دوئ د زورَورو کسانو فخر ختم کړم، او د هغوئ د مقدس ځايونو بېحرمتى به وشى.
د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما ليويانو له هره لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى. دا د هغوئ دپاره زما د حضور د خېمې د خِدمت کولو مزدورى ده.
تاسو خامخا لسمه برخه ورکوئ، د خپل هر فصل لسمه حِصه چې تاسو يې هر کال رېبئ.
په هر درېم کال ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له د خپلو فصلونو لسمه برخه ورکوئ، نو داسې ستاسو په هره علاقه کښې به د خوراک ضرورى څيزونه ملاويږى. کله چې تاسو دا وکړئ،