24 د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تخم تاسو د کَرلو دپاره او د خپلو ځانونو، کورَنو او د خپلو وړو ماشومانو دپاره د خوراک په توګه استعمالولے شئ.“
ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِکصِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه.
د سدوم بادشاه ابرام ته ووئيل، ”دا ټول مال ستا شو، خو ما له زما ټول خلق واپس راکړه.“
دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“
تاسو له نور آفسران هم مقررول په کار دى او د آبادۍ په دې اووۀ کالونو کښې د فصلونو پينځمه حِصه اخلئ.
نو يوسف هغه خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې ما تاسو او ستاسو زمکې هم د فِرعون دپاره اخستې دى. د خپلې خپلې زمکې کَرلو دپاره دا تخم واخلئ.
هغوئ ورته ووئيل، ”تا زمونږ ژوند بچ کړے دے، صاحِبه. تۀ په مونږ مهربان يې او مونږ به د فِرعون غلامان يُو.“
مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بېلالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.
بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.
د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى.
هر يو لسم څاروے د مالِک خُدائ دے. کله چې ځناور شمېرلے شى، نو هر يو لسم به د مالِک خُدائ وى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما ليويانو له هره لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى. دا د هغوئ دپاره زما د حضور د خېمې د خِدمت کولو مزدورى ده.
تاسو خامخا لسمه برخه ورکوئ، د خپل هر فصل لسمه حِصه چې تاسو يې هر کال رېبئ.
په هر درېم کال ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له د خپلو فصلونو لسمه برخه ورکوئ، نو داسې ستاسو په هره علاقه کښې به د خوراک ضرورى څيزونه ملاويږى. کله چې تاسو دا وکړئ،