23 نو يوسف هغه خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې ما تاسو او ستاسو زمکې هم د فِرعون دپاره اخستې دى. د خپلې خپلې زمکې کَرلو دپاره دا تخم واخلئ.
هغه اووۀ نرۍ غواګانې چې کومې وروستو راوختلې او هغه اووۀ د غلې نرى وَږى کوم چې ګرمې هوا اوچ کړل د قحط اووۀ کالونه دى.
دا خو په زمکه د قحط صِرف دوېم کال دے، پينځۀ نور کالونه به هم وى چې کَرل او رېبل به په کښې نۀ کيږى.
خو صِرف هغه زمکه يې وانۀ خستله کومه زمکه چې د اِمامانو وه. هغوئ دپاره دا ضرورى نۀ وه چې خپله زمکه خرڅه کړى، ځکه چې فِرعون هغوئ له د اوسېدو دپاره وظيفه ورکوله.
د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تخم تاسو د کَرلو دپاره او د خپلو ځانونو، کورَنو او د خپلو وړو ماشومانو دپاره د خوراک په توګه استعمالولے شئ.“
مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بېلالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.
بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.
خلق د هغه چا نه نفرت کوى څوک چې د ګرانۍ دپاره غله ذخيره کوى، خو د هغه چا خير غواړى څوک يې چې خرڅوى.
څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بېکاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى.
د غريب سړى پټى به ډېره غله پېدا کوى، خو بېاِنصافى به دا هر څۀ جارُو کوى.
د سحر په وخت خپل تخم کره او تر ماښامه پورې په کار کښې بوخت اوسه، ځکه چې تا ته څۀ پته ده چې په کوم کار کښې کاميابې ده، په دې کښې، په هغې کښې او يا په دواړو کښې يو شان.
لکه څنګه چې باران او واوره د آسمان نه راوريږى او هسې واپس نۀ ځې بلکې زمکه اوبۀ کوى. دې سره فصلونه راشنۀ کيږى زميندار له تخم او اوږى له خوراک ورکوى.
نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.
نو خُدائ پاک څوک چې د زميندار دپاره تخم او د خوراک دپاره روټۍ ورکوى، هم هغه به تاسو له هم د کَرلو تخم درکړى او زيات به يې کړى او ستاسو د صداقت فصل به هم زيات کړى.