Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 47:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. زمونږ زمکه شاړه کېدو ته مۀ پرېږده. د خوراک په بدل کښې مونږ او زمونږ زمکه واخله. مونږ به د فِرعون نوکران شُو او زمونږ زمکه به د هغۀ شى. مونږ له غله راکړه چې ژوندى پاتې شُو او تخم راکړه چې زمکه وکَرو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 47:19
11 Iomraidhean Croise  

هغه خوراک به د دې مُلک دپاره يوه ذخيره وى، د قحط د هغو اووۀ کالونو دپاره کوم چې د مِصر په مُلک راروان دى. نو داسې خلق به د لوږې نه نۀ مرى.“


چې کله په مِصر او د کنعان په مُلک کښې ټولې روپۍ ختمې شوې، مِصريان يوسف له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ له روټۍ راکړه. ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. ځکه چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې دى.“


ورپسې کال هغوئ هغۀ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به دا حقيقت ستا نه نۀ پټوُو، چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې او زمونږ څاروى هم ستا شول. زمونږ سره زمونږ د زمکو او زمونږ د ځانونو نه بغېر هيڅ هم پاتې نۀ دى.


نو يوسف د مِصر ټوله زمکه د فِرعون دپاره واخستله. هر يو مِصرى خپله زمکه د مجبورۍ نه خرڅه کړه، ځکه چې قحط ډېر سخت وو، او هغه ټوله زمکه د فِرعون شوه.


بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د خپل ژوند بچ کولو دپاره هر څۀ ورکوى.


ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.


مونږ خپل ځان مِصر او اسور ته حواله کړو چې مونږ ته پوره روټۍ مِلاو شى.


مونږ د روټۍ پېدا کولو دپاره خپل ځان په خطره کښې اچولے دے ځکه چې په ټوله علاقه کښې وسله وال ګرځى.


کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan