Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 47:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو هغوئ خپل څاروى يوسف له راوستل او هغۀ په دې کال کښې د هغوئ د آسونو، ګډو، چېلو، څاروو او خرو په بدل کښې خوراک ورکولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 47:17
7 Iomraidhean Croise  

يوسف ورته وفرمائيل، ”خپل څاروى راولئ، کۀ تاسو سره ټولې روپۍ ختمې شوې وى نو د څاروو په بدل کښې به زۀ تاسو له خوراک درکړم.“


ورپسې کال هغوئ هغۀ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به دا حقيقت ستا نه نۀ پټوُو، چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې او زمونږ څاروى هم ستا شول. زمونږ سره زمونږ د زمکو او زمونږ د ځانونو نه بغېر هيڅ هم پاتې نۀ دى.


د سليمان سوداګرو د مِصر او قوعى نه آسونه اخستل


بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د خپل ژوند بچ کولو دپاره هر څۀ ورکوى.


نو ګوره، زۀ به ستا په ټولو ځناورو، ستا په آسونو، خرونو، اوښانو، څاروو، ګډو او چېلو سخته بيمارى درولېږم.


کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.


يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan