16 يوسف ورته وفرمائيل، ”خپل څاروى راولئ، کۀ تاسو سره ټولې روپۍ ختمې شوې وى نو د څاروو په بدل کښې به زۀ تاسو له خوراک درکړم.“
چې کله په مِصر او د کنعان په مُلک کښې ټولې روپۍ ختمې شوې، مِصريان يوسف له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ له روټۍ راکړه. ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. ځکه چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې دى.“
نو هغوئ خپل څاروى يوسف له راوستل او هغۀ په دې کال کښې د هغوئ د آسونو، ګډو، چېلو، څاروو او خرو په بدل کښې خوراک ورکولو.
رښتينے ګواه په صداقت سره ګواهى کوى، خو دروغژن ګواه دروغ وائى.
د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ.
نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.
د بېايمانانو سره د هوښيارتيا سلوک کوئ او د هرې موقعې نه فائده اخلئ.