Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 47:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 47:12
16 Iomraidhean Croise  

تاسو به د جشن په علاقه کښې اوسېږئ، چرته چې به تۀ، ستاسو بچى، نمسى، ستاسو ګډې، چېلۍ، څاروى او ستاسو هر څۀ به ما ته نزدې وى.


کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو خاندان او ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى.


خُدائ پاک زۀ ستاسو نه مخکښې دلته رالېږلے يم چې تاسو په دُنيا کښې داسې په عجيبه طريقه بچ شئ او چې دا خبره يقينى وى چې تاسو او ستاسو اولاد ژوندى پاتې شئ.


نو يوسف د هغوئ نه پينځۀ وروڼه روان کړل او فِرعون له ورغلل. هغۀ فِرعون ته وفرمائيل، ”زما پلار او زما وروڼه د خپلو رَمو، څاروو او چې څۀ يې هم لرل د هغې سره د کنعان د مُلک نه راغلى دى. دوئ اوس د جشن په علاقه کښې دى.“


يوسف د مِصر د يو سر نه تر بل سَره پورې خلق غلامان کړل.


د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تخم تاسو د کَرلو دپاره او د خپلو ځانونو، کورَنو او د خپلو وړو ماشومانو دپاره د خوراک په توګه استعمالولے شئ.“


اوس تاسو مۀ يرېږئ. زۀ به ستاسو او ستاسو د بچو خيال ساتم.“ نو هغوئ له يې په نرمو خبرو تسلى ورکړه.


د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.


بيا به د هغۀ د پلار د خاندان ټول وزن په هغۀ باندې راځوړند شى. او د هغۀ ټول اولاد او خپلوان به د لوښو په شان د وړې پيالۍ نه واخله تر غټ مرتبان پورې به دې مېخ پورې راځوړند وى.


اګر چې د مسيح د رسولانو په توګه مونږ په تاسو بوج اچولے شو، خو مونږ ستاسو په مينځ کښې داسې نرمى وکړه لکه څنګه چې يوه مور د غېږې بچى له پئ ورکوى.


ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.


کۀ د کونډې بچى يا نمسى وى نو هغوئ دې د ټولو نه اول د خپل خاندان ذمه وارى وپېژنى کومه چې د هغوئ مذهبى فريضه هم ده، او هغوئ دې داسې د خپل مور پلار او نيکونو حق ادا کړى ځکه چې داسې کول د خُدائ پاک خوښ دى.


او کۀ څوک د خپلوانو او خاص د خپل خاندان د خلقو خيال نۀ ساتى نو هغه د ايمان نه منکر او د بې‌ايمانه نه هم بدتر دے.


ستا اِنږور تا سره مينه کوى، هغې ستا دپاره د اوو زامنو نه ډېر څۀ کړى دى. اوس د هغې ماشوم پېدا شوے دے، هغه به تا له يو نوے ژوند درکړى او هغه به ستا په آخرى عُمر کښې خيال ساتى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan