10 يعقوب فِرعون ته د برکت دُعا وکړه او د هغۀ نه رُخصت شو.
هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى.
بيا يوسف خپل پلار او خپلو وروڼو له رعمسيس ښار ته نزدې د مِصر د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړه، لکه څنګه چې فِرعون حُکم کړے وو.
بيا يوسف خپل پلار يعقوب راوستلو او د فِرعون سره يې مِلاو کړو. يعقوب فِرعون ته د برکت دپاره دُعا وکړه،
بيا داؤد او د هغۀ ټول سړى د اُردن سيند نه پورې وتل. هغۀ برزلى ښُکل کړو او د هغۀ دپاره يې خپل برکت وغوښتلو او برزلى واپس کور ته لاړو.
نو هغۀ خپل زوئ يورام بادشاه داؤد له ولېږلو او په هددعزر باندې د فتحې مبارکى يې ورکړه، چې د هغۀ خِلاف توعى څو ځلې جنګ کړے وو. يورام داؤد له تُحفې يوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.
زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.
هغوئ څوک چې پرې تېريږى دا دې نۀ وائى، چې، ”د مالِک خُدائ برکت دې په تا وى، مونږ تا ته د مالِک خُدائ په نوم برکت درکوو.“
دا هغه برکتونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر موسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو دپاره اِعلان وکړو.
په دې کښې د بحث خبره نشته چې ورکوټے د لوئ نه برکت مومى.
يشوَع د يفُنه زوئ کالب دپاره برکت وغوښتلو او د حبرون ښار يې ورکړو چې د هغۀ خپل شى.
په دې کښې بوعز په خپله د بيتلحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“