Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 46:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 او د روبين زامن، حنوک، فلو، حصرون او کرمى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 46:9
8 Iomraidhean Croise  

روبين خپل پلار ته ووئيل، ”کۀ بنيامين ما واپس تا له رانۀ وستلو، نو تۀ زما دوه زامن ووژنه. بنيامين زما په حواله کړه او زۀ به يې واپس تا له راولم.“


شمعون او د هغۀ زامن، يمو‌اېل، يمين، اُهد، يکين، صحر او ساؤل د کنعانۍ ښځې زوئ.


دا د يعقوب د اولاد نومونه دى کوم چې د هغۀ سره مِصر ته لاړل. خپل مشر زوئ روبين ورسره وو


د يعقوب د مشر زوئ روبين څلور زامن وُو: حنوک، فلو، حصرون او کرمى.


د يعقوب د مشر زوئ، د روبين دا څلور زامن وُو، حنوک، فلو، حصرون او کرمى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى.


د ليوى دا درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى. د ليوى ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.


هغه ټول سړى چې عُمر يې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وو او چې جنګ يې کولے شو نو د هغوئ نومونه د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکلے شول، شروع د روبين د قبيلې نه وشوه، چې د يعقوب مشر زوئ وو. ټول شمېر دا دے. د روبين اولاد شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د شمعون اولاد يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان وُو، د جاد اولاد پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه او پنځوس کسان وُو، د يهوداه اولاد څلور اويا زره او شپږ سوه کسان وُو، د يساکار اولاد څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د زبولون اولاد اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د اِفرائيم اولاد څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د منسى اولاد دوه دېرش زره او دوه سوه کسان وُو، د بنيامين اولاد پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان وُو، د دان اولاد دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان وُو، د آشر اولاد يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د نفتالى اولاد درې پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو. دا ټول په شمېر کښې شپږ لاکه درې زره او پينځۀ سوه پنځوس کسان وُو.


دوئ په شمېر کښې درې څلوېښت زره اووۀ سوه او دېرش سړى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan