Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 46:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 خپل زامن، نمسى، خپلې لوڼه او نمسۍ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 46:7
9 Iomraidhean Croise  

نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بې‌عزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.


هغوئ خپل څاروى او هغه هر څۀ کوم چې دوئ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان کړل او مِصر ته لاړل. يعقوب د ځان سره خپل ټول اولاد روان کړو،


دا د يعقوب د اولاد نومونه دى کوم چې د هغۀ سره مِصر ته لاړل. خپل مشر زوئ روبين ورسره وو


نو بيا بنى اِسرائيل مِصر ته راننوتل، د حام په مُلک کښې يعقوب د مسافر په شان اوسېدلو.


مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”ډېره موده وړاندې زما خلق مِصر ته د څۀ مودې دپاره لاړل، خو اوس اسوريان بغېر د څۀ وجې په هغوئ باندې ظلم زياتے کوى.“


چې زمونږ پلار نيکۀ څنګه مِصر ته لاړل، هلته مونږ ډېر وخت اوسېدلو. مِصريانو زمونږ د پلار نيکۀ او زمونږ سره بد سلوک کولو،


ادوميانو ته سپک مۀ ګورئ، هغوئ ستاسو خپلوان دى. او مِصريانو ته هم سپک مۀ ګورئ، په يو وخت کښې تاسو د هغوئ په مُلک کښې اوسېدئ.


نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.


او اِسحاق له مې يعقوب او عِيسو ورکړل. ما عِيسو له د ادوم د غرونو مُلک ورکړو چې خپل ميراث يې شى، خو ستاسو پلار نيکۀ يعقوب او د هغۀ بچى لاندې مِصر ته لاړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan