21 د بنيامين زامن، بالع، بکر، اشبيل، جيرا، نعمان، احى، رَوس، مفيم، حُفيم او ارد وُو.
دا څوارلس تنه، د راحيل نه د يعقوب اولاد دے.
بنيامين د يو شلونکى شرمخ په شان دے. چې په سحر کښې ښکار خورى او په ماښام کښې څۀ چې پاتې وى هغه ويشى.“
په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“
د بنيامين قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى او ساتنه يې کوى، هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى، او هغه د هغوئ په مينځ کښې اوسيږى.“