Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 46:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 46:12
29 Iomraidhean Croise  

بيا هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو. هغې وفرمائيل، ”دا ځل به زۀ د مالِک خُدائ ثناء ووايم.“ نو هغې د هغۀ نوم يهوداه کېښودو. بيا د هغې نور بچى پېدا نۀ شول.


هغۀ چې څۀ کول مالِک خُدائ ترې نه په دې نارضا شو او مالِک خُدائ هغه هم ووژلو.


هغه بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو او هغې پرې اونان نوم کېښودو.


د هغې يو بل زوئ وشو او د هغۀ نوم يې سيله کېښودو. يهوداه په کزيب کښې وو چې کله دا ماشوم پېدا شو.


د عير سلوک د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېر خراب وو او هغه ترې نارضا شو، نو مالِک خُدائ هغه مړ کړو.


ليوى او د هغۀ زامن، جيرسون، قُهات او مرارى.


يساکار او د هغۀ زامن، تولع، فُوه، يوب او سِمرون.


د يعقوب دولس زامن وُو: روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، زبولون،


چې کله داؤد په حبرون کښې وو نو د عُمر په ترتيب يې دا زامن پېدا شوى وُو: امنون، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه. دانيال، چې د هغۀ مور د کرمل ابى‌جيل وه. ابى‌سلوم، چې د هغۀ مور معکه وه او معکه د جسور د تلمى بادشاه لور وه. ادونياه، چې د هغۀ مور حجيت وه. سفطياه، چې د هغۀ مور ابيطال وه. اِترعام، چې د هغۀ مور عِجلاه وه.


دا د يهوداه څۀ اولاد دے: فارص، حصرون، کرمى، حُور او سوبل.


سيله د يهوداه د زامنو نه يو زوئ وو. د هغۀ په اولاد کښې عير شامل وو، چا چې د لکه ښار جوړ کړے وو، لعده چا چې د مريسه ښار جوړ کړے وو، د لټې کپړې جوړونکى قبيله چې د بيت‌اشبيع په ښار کښې اوسېده،


خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو.


د يهوداه د قبيلې لس کم اووۀ سوه خاندان داسې وُو چې لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل. په دې کښې د يهوداه د قبيلې د فارص اولاد د قبيلې مشر عوتى وو، چې د عميهود زوئ او د عُمرى نمسے وو. د هغۀ په پلار نيکۀ کښې اِمرى او بانى شامل وُو. د يهوداه زوئ سيله د قبيلې مشر عساياه وو، چې هغه د خپل خاندان مشر وو. د يهوداه زوئ زارح د قبيلې مشر يعى‌ايل وو.


د يهوداه قبيلې د زارح د قبيلې د مشيزب‌ايل زوئ فتحياه د فارس په دربار کښې د بنى اِسرائيلو نمائندګى کوله.


خو هغۀ د يهوداه قبيله غوره کړه، او د صيون غر چې زياته مينه يې ورسره وه.


د يهوداه قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د مدد دپاره د هغوئ چغې واوره، هغوئ يو ځل بيا د نورو قبيلو سره يو موټے کړه. مالِکه خُدايه، د هغوئ دپاره وجنګېږه، او د هغوئ د دشمنانو خِلاف د هغوئ مدد وکړه.“


ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے.


بيا په مشرانو کښې يو راته ووئيل چې، ”ژاړه مه ځکه چې د يهوداه د قبيلې ازمرے چې د داؤد د نسل نه دے، هغه کاميابى حاصله کړې ده نو طومار به پرانيزى او اووۀ مهرونه به يې مات کړى.“


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله دې وړومبے لاړه شى. زۀ هغه مُلک د هغوئ په حواله کوم.“


او د دې ځوانې ښځې نه چې مالِک خُدائ کوم بچى درکړى هغوئ دې ستا خاندان د فارص د خاندان په شان جوړه کړى، چې هغه د يهوداه او تامار زوئ وو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan