9 اوس زر زر واپس زما پلار له لاړ شئ او هغۀ ته ووايئ چې ستا زوئ يوسف داسې وائى، خُدائ پاک زۀ په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم، زر زر ما له راشه.
تاسو به د جشن په علاقه کښې اوسېږئ، چرته چې به تۀ، ستاسو بچى، نمسى، ستاسو ګډې، چېلۍ، څاروى او ستاسو هر څۀ به ما ته نزدې وى.
زما پلار ته ووايئ چې ما ته دلته په مِصر کښې څومره عزت مِلاو شوے دے او هغه هر څۀ ورته ووايئ چې تاسو ليدلى دى. او زر زر يې دلته راولئ.“
د دې نه وروستو يوسف خپل پلار يعقوب او خپلو ټولو رشتهدارانو ته چې په شمېر کښې ټول پينځۀ اويا کسان وُو، مِصر ته د راتلو بلنه ورکړله.