7 خُدائ پاک زۀ ستاسو نه مخکښې دلته رالېږلے يم چې تاسو په دُنيا کښې داسې په عجيبه طريقه بچ شئ او چې دا خبره يقينى وى چې تاسو او ستاسو اولاد ژوندى پاتې شئ.
اوس مۀ خفه کېږئ او مۀ خپل ځانونه ملامته کوئ چې تاسو دلته زۀ خرڅ کړم. بېشکه زۀ خُدائ پاک ستاسو نه مخکښې دلته راولېږلم چې د خلقو ژوند بچ کړم.
يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.
تاسو زما خِلاف د بدو منصوبه جوړه کړه، خو خُدائ پاک دا په نېکۍ بدله کړه، ترڅو چې د ډېرو خلقو ژوند بچ کړى کوم چې نن ژوندى پاتې دى.
خو بيا هغه او د هغۀ سړى د پټى په مينځ کښې کلک ودرېدل او فلستيانو له يې شکست ورکړو. مالِک خُدائ هغۀ له يوه لويه فتح ورکړه.
مالِک خُدائ ورکوى لوئې فتحې خپل بادشاه له، ورکوى نۀ ختمېدونکې مينه خپل غوره شوى له، د تل دپاره داؤد او د هغۀ ټول اولاد له.
تۀ يې زما بادشاه او پاک خُدائ زما، چا چې د يعقوب اولاد له لويه کاميابى ورکړه.
دا هغه موسىٰ دے چې هغوئ په دې ټکو رد کړے وو چې تۀ چا زمونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟ د هغه فرښتې په وسيله چې هغۀ ته په بوټى کښې ښکاره شوې وه هم هغه خُدائ پاک په خپله موسىٰ د هغوئ د حاکِم او خلاصوونکى په توګه راولېږلو.
بيا سمسون سخت تږے شو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې فرمائيل، ”تا ما له دا لويه فتح راکړې ده، اوس زۀ د تندې نه مرم او د ناسنته په لاسونو کښې به وغورزېږم؟“