Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 45:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقوب حق حېران شو او د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 45:26
17 Iomraidhean Croise  

بيا هغوئ يو چېلے حلال کړو او د يوسف چُوغه يې په وينه کښې ډُوبه کړه.


ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.


چې کله دوئ په کنعان کښې خپل پلار يعقوب له راغلل، هغوئ هغۀ ته هر څۀ ووئيل چې د هغوئ سره شوى وُو،


خپل پلار يعقوب هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ما د ټولو زامنو نه خلاصول غواړئ څۀ؟ يوسف لاړو، شمعون لاړو، او اوس به تاسو بنيامين هم بوځئ. دا ټول تکليفونه په ما راغلى دى.“


خو يعقوب ووئيل، ”زما زوئ به ستاسو سره نۀ ځى، د هغۀ ورور مړ دے او هغه اېک يواځې پاتې دے. په لار کښې به په هغۀ څۀ وشى. زۀ ضعيف سړے يم او چې تاسو ما په کوم غم آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به قبر ته ولېږئ.“


هغه يو خو زما نه مخکښې تلے دے. هغه به خامخا ځنګلى ځناورو ټوټې ټوټې کړے وى، ځکه چې ما بيا نۀ دے ليدلے.


دوئ د مِصر نه روان شول او د کنعان په مُلک کښې خپل پلار او کور ته لاړل.


يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ما هيڅکله هم دا ګُمان نۀ وو کړے چې زۀ به بيا تا ووينم او اوس خُدائ پاک راباندې ستا بچى هم وليدل.“


کله چې هغوئ بې‌حوصلې وُو نو ما د هغوئ ډاډګيرنه کوله، او زما په وجه د هغوئ حوصله مضبوطه شوه.


کۀ ما هغۀ ته آواز وکړو او هغۀ جواب راکړو، نو زما يقين نۀ دے چې هغه به زما فرياد واورى.


هغۀ هغه د خپل کور مشر جوړ کړو، په خپل ټول ملکيت يې اختيار ورکړو.


کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل، مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.


کله چې زما ساه وتله، نو اے مالِکه خُدايه ما ته تۀ ياد وې، او زما دُعا ستا مقدس کور کښې تا ته درورسېده.


خو دا خبرې هغوئ ته بې‌کاره ښکاره شوې او په هغوئ يې باور ونۀ کړو.


او وئيل يې، ”دا رښتيا دى چې مالِک راژوندے شوے دے او شمعون ته ښکاره شوے دے.“


د هغوئ د خوشحالۍ په وجه اوس لا هم په هغۀ باور نۀ راتلو او حېران وُو، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو سره د خوراک څۀ بندوبست شته؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan