Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 45:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه فِرعون حُکم کړے وو. نو يوسف هغوئ له ګاډۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 45:21
12 Iomraidhean Croise  

هغوئ ته دا هم ووايه چې د مِصر نه خپل ځان سره ګاډۍ بوځى چې په کښې خپلې ښځې، ماشومان او خپل پلار د ځان سره راولى.


د هغوئ نه چې کوم مالونه او سامانونه پاتې شى د هغې غم دې نۀ کوى، ځکه چې په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه به د هغوئ وى.“


خو چې کله هغوئ ورته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې يوسف هغوئ ته فرمائيلى وُو او چې هغه ګاډۍ يې هم وليدلې کومې چې يوسف رالېږلې وې چې هغه به په کښې مِصر ته بوځى، نو د هغوئ پلار يعقوب کښې ساه راغله.


نو يعقوب د بيرسبع نه روان شو. د هغۀ زامنو، هغه، خپل واړۀ بچى او خپلې ښځې يې په هغه ګاډو کښې کښېنولې کومې چې فِرعون رالېږلې وې.


څنګه چې يوسياه بادشاه حُکم کړے وو نو په هغه ورځ د مالِک خُدائ د عبادت دپاره او د فسحې اختر کولو دپاره او په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سوزولو دپاره هر څۀ شوى وُو.


هغۀ د هرې مقدسې ورځې دپاره د موسىٰ د شريعت د حُکم په مطابق سوزېدونکې نذرانې پېش کړې، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې اخترونو او د کال درې کلنى اخترونو: د پتيرې روټۍ اختر، د رېبلو اختر او د جونګړو اختر.


د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.


زۀ وايم، د بادشاه حُکم منه، ځکه چې تا د خُدائ پاک سره د دې وعده کړې ده.


”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى.


هغوئ به ستا خلاف د وسلو، جنګى ګاډو او ريړو او د ډېرو خلقو او لوئ لښکر سره راشى. هغوئ به ستا خلاف هرې خوا ته مورچه شى او د لويو او وړو ډالونو او جنګى ټوپۍ په سر به په تا حمله وکړى. او زۀ به تا هغوئ ته د سزا دپاره حواله کړم. او هغوئ به د خپل قانون په مطابق تاسو له سزا درکړى.


او موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق د هغوئ نومونه وليکل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan