Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 45:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هغۀ دومره په چغو چغو وژړل چې مِصريانو هم دا ژړا واورېده او دا خبر د فِرعون محل ته ورسېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 45:2
10 Iomraidhean Croise  

يوسف د هغوئ نه لاړو او په ژړا شو. چې کله هغۀ د ژړا نه پس خبرې کولې نو راواپس شو، شمعون يې رابېل کړو او د هغوئ په مخکښې يې وتړلو.


بيا يوسف فوراً لاړو، ځکه چې د خپل ورور په ليدو د هغۀ زړۀ نرم شو. او د ژړا نه يې سترګې ډکې شوې، نو هغه خپلې کوټې ته لاړو او وې ژړل.


هغۀ د خپل ورور بنيامين نه لاسونه تاو کړل او وې ژړل، بنيامين هم وژړل چې کله ورغاړه وتو.


بيا په ژړا ژړا کښې، هغۀ خپل ټول وروڼه غاړه ويستل او ښُکل يې کړل. د هغې نه پس ورسره وروڼو خبرې اترې شروع کړې.


نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل.


”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.


زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.


بيا ټوله شپه خلقو په چغو چغو وژړل.


بيا هغوئ ټولو وژړل او پولوس له يې غاړه ورکړه او ښکل يې کړو.


او مالِک خُدائ دې وکړى چې تاسو دواړه بيا وادۀ شئ او خپل کورونه آباد کړئ.“ نو نعومى هغوئ رخصتولو دپاره ښُکلې کړې. خو هغوئ په ژړا شوې


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan