19 هغوئ ته دا هم ووايه چې د مِصر نه خپل ځان سره ګاډۍ بوځى چې په کښې خپلې ښځې، ماشومان او خپل پلار د ځان سره راولى.
د هغوئ نه چې کوم مالونه او سامانونه پاتې شى د هغې غم دې نۀ کوى، ځکه چې په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه به د هغوئ وى.“
د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه فِرعون حُکم کړے وو. نو يوسف هغوئ له ګاډۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورکړو.
خو چې کله هغوئ ورته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې يوسف هغوئ ته فرمائيلى وُو او چې هغه ګاډۍ يې هم وليدلې کومې چې يوسف رالېږلې وې چې هغه به په کښې مِصر ته بوځى، نو د هغوئ پلار يعقوب کښې ساه راغله.
نو يعقوب د بيرسبع نه روان شو. د هغۀ زامنو، هغه، خپل واړۀ بچى او خپلې ښځې يې په هغه ګاډو کښې کښېنولې کومې چې فِرعون رالېږلې وې.
اے لرې قومونو، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو، چې لرې اوسېږئ. زما د پېدا کېدو نه مخکښې مالِک خُدائ زۀ خوښ کړم او زۀ يې خپل خِدمت کوونکے مقرر کړم.
بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“
هغوئ خپلې نذرانې مالِک خُدائ ته راوړلې، شپږ لوئې ګاډۍ او دولس غوائى، د دوو مشرانو دپاره يوه ګاډۍ او د هر مشر دپاره يو غوَيے. کله چې هغوئ دا حاضر کړل،