18 هغوئ دې خپل پلار او خپل خاندان دلته راولى او دلته دې واپس راشى. زۀ به دوئ له په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړم او هغوئ به د هغې زمکې نه ښۀ ډېره ګټه واخلى.
خُدائ پاک دې تا له د آسمان نه پرخه درکړى او ستا زمکه دې شنه کړى، هغه دې تا له ډېره زياته غله او مے درکړى،
فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خپلو وروڼو ته ووايه چې خپل څاروى بار کړى او د کنعان مُلک ته دې واپس لاړ شى.
نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.
نو د ټول مِصر زمکه د دوئ شوه. دوئ پرېږده چې د جشن په علاقه کښې اوسيږى چې د دې مُلک د ټولو نه ښۀ ځائ دے. او کۀ په دوئ کښې تکړه کسان وى، نو هغوئ زما په خپلو څاروو مشران مقرر کړه.“
هغه ستا سرحدونه په سلامتۍ کښې ساتى، او د ټولو نه په ښو غنمو باندې دې معموروى.
خو تاسو ته به د ښو غنمو خوراک درکړم، او تا به د صحرا په شاتو باندې موړ کړم.“
په سامريه باندې افسوس چې د شرابى بنى اِسرائيلو شاندار تاج دے. په هغه ښار باندې افسوس چې د بنى اِسرائيلو شان او شوکت وو خو اوس مړاوے کېدونکے ګل دے. په هغه آبادۍ باندې افسوس چې په نشه کښې د ډوبو خلقو په زرخيزه وادۍ باندې ولاړه ده.
بيا به د دې مړاوے کېدونکے ګل شان او شوکت ختم شى چې په زرخيزه وادۍ باندې ولاړ وى. د هغوئ حال د موسم د وړومبو اينځرو په شان دے چې څنګه پاخۀ شى نو راوشوکولے شى او وخوړلے شى.
زۀ د وړومبى پېداوار بِهترينه حِصه تاسو له درکوم کومه چې اِسرائيليان ما ته هر کال پېش کوى لکه د زيتُونو تېل، مے او غله دانه.
چې څۀ تاسو ته ملاويږى نو د هغې د ټولو نه ښۀ حِصه مالِک خُدائ له ورکوئ.
د رَمو نه يې ماستۀ او پئ او د ګډُورى لم ورکړل، د بسن ښۀ ګډُورى او چېلى او ښۀ غنم يې ورکړل. د انګورو رس نه تاسو مے وڅښل.