17 فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خپلو وروڼو ته ووايه چې خپل څاروى بار کړى او د کنعان مُلک ته دې واپس لاړ شى.
چې کله دا خبر محل ته ورسېدو چې د يوسف وروڼه راغلى دى، نو فِرعون او د هغۀ درباريان خوشحاله شول.
هغوئ دې خپل پلار او خپل خاندان دلته راولى او دلته دې واپس راشى. زۀ به دوئ له په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړم او هغوئ به د هغې زمکې نه ښۀ ډېره ګټه واخلى.