16 چې کله دا خبر محل ته ورسېدو چې د يوسف وروڼه راغلى دى، نو فِرعون او د هغۀ درباريان خوشحاله شول.
خو ابرام جواب ورکړو، ”ډېر ښۀ، هغه ستا وينځه ده او ستا په اختيار کښې ده، چې څۀ دې خوښه وى نو ورسره يې وکړه.“ نو سارۍ د هاجِرې سره دومره ظلم وکړو چې هغه ترېنه وتښتېده.
هغۀ اِبراهيم ته ووئيل، ”ګوره، دا ټوله زما زمکه ده، چې چرته دې خوښه وى هلته اوسېږه.“
د همور او د هغۀ د زوئ شِکم دا خبرې خوښې شوې،
اوس تاسو يو هوښيار او ښۀ پوهه سړے ولټوئ او هغه د مِصر د مُلک مشر مقرر کړئ.
د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په نظر کښې دا منصوبه ښۀ راغله،
بيا په ژړا ژړا کښې، هغۀ خپل ټول وروڼه غاړه ويستل او ښُکل يې کړل. د هغې نه پس ورسره وروڼو خبرې اترې شروع کړې.
فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خپلو وروڼو ته ووايه چې خپل څاروى بار کړى او د کنعان مُلک ته دې واپس لاړ شى.
نو خلقو ته پته ولګېده او خوشحاله شول. په حقيقت کښې بادشاه چې څۀ هم کول نو خلق ترې نه خوشحالېدل.
نو دا خبره بادشاه او نورو خلقو ته ښۀ ښکاره شوه،
د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو دا خبره خوښه شوه او مموکان چې کومه مشوره ورکړې وه نو بادشاه هم هغه شان وکړل.
نو چې کومه پېغله ستا ډېره خوښه شى نو هغه بوځه او د وشتى په ځائ يې خپله مَلِکه جوړه کړه.“ نو بادشاه ووئيل چې دا يوه ښۀ مشوره ده، نو هغۀ په دې خبره باندې عمل وکړو.
نو د هغۀ ښځې او خپلو ټولو دوستانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”تۀ يو پينځويشت ګزه لوَړ دار ولې نۀ جوړوې؟ سبا سحر تۀ بادشاه ته ووايه چې مردکى په هغې باندې راځوړند کړى، نو بيا به تۀ ښۀ په خوشحالۍ سره مېلمستيا له لاړ شې.“ نو په همان دا خبره ښۀ ولګېده، او هغۀ هم هغه شان دار جوړ کړو.
دا تجويز د ټولې قبيلې خوښ شو او هغوئ ستِفانوس چې د ايمان او روحُ القُدس نه ډک وو، او هم ورسره فيليپوس، پروخوروس، نيکانور، تيمون، پرمناس او نيکلاس چې د انطاکى وو او يهودى شوے وو خوښ کړل.
په دوباره تللو يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان څرګند کړو او فِرعون ته د يوسف د خاندان په حقله پته ولګېده.
اګر کۀ هغه همېشه ستاسو نه مخکښې روان وو چې ستاسو دپاره د خېمو لګولو ځائ ولټوى. ستاسو د لارښودنې دپاره هغه به ستاسو په مخکښې د شپې د اور په ستن کښې او د ورځې د وريځې په ستن کښې روان وو.