14 هغۀ د خپل ورور بنيامين نه لاسونه تاو کړل او وې ژړل، بنيامين هم وژړل چې کله ورغاړه وتو.
بيا يعقوب، راحيل ښُکل کړه او د خوشحالۍ نه په ژړا شو،
خو عِيسو مِلاوېدو دپاره هغۀ له ورمنډه کړه او د هغۀ نه يې لاسونه تاو کړل، راغاړه يې ويستلو او ښُکل يې کړو. دوئ دواړو وژړل.
يوسف د هغوئ نه لاړو او په ژړا شو. چې کله هغۀ د ژړا نه پس خبرې کولې نو راواپس شو، شمعون يې رابېل کړو او د هغوئ په مخکښې يې وتړلو.
بيا يوسف فوراً لاړو، ځکه چې د خپل ورور په ليدو د هغۀ زړۀ نرم شو. او د ژړا نه يې سترګې ډکې شوې، نو هغه خپلې کوټې ته لاړو او وې ژړل.
بيا په ژړا ژړا کښې، هغۀ خپل ټول وروڼه غاړه ويستل او ښُکل يې کړل. د هغې نه پس ورسره وروڼو خبرې اترې شروع کړې.
هغۀ دومره په چغو چغو وژړل چې مِصريانو هم دا ژړا واورېده او دا خبر د فِرعون محل ته ورسېدو.
نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل.
نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.
دوئ کم عقل، بېايمانه، بېرحمه، ظلم کوونکى دى.