13 زما پلار ته ووايئ چې ما ته دلته په مِصر کښې څومره عزت مِلاو شوے دے او هغه هر څۀ ورته ووايئ چې تاسو ليدلى دى. او زر زر يې دلته راولئ.“
او ګورئ، اوس بنيامين او تاسو هم ما وينئ چې زۀ په رښتيا يوسف يم چې ستاسو سره خبرې کوم.
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
د دې نه وروستو يوسف خپل پلار يعقوب او خپلو ټولو رشتهدارانو ته چې په شمېر کښې ټول پينځۀ اويا کسان وُو، مِصر ته د راتلو بلنه ورکړله.
او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.