11 کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو خاندان او ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى.
او ګورئ، اوس بنيامين او تاسو هم ما وينئ چې زۀ په رښتيا يوسف يم چې ستاسو سره خبرې کوم.
يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.
نو د ټول مِصر زمکه د دوئ شوه. دوئ پرېږده چې د جشن په علاقه کښې اوسيږى چې د دې مُلک د ټولو نه ښۀ ځائ دے. او کۀ په دوئ کښې تکړه کسان وى، نو هغوئ زما په خپلو څاروو مشران مقرر کړه.“
اوس تاسو مۀ يرېږئ. زۀ به ستاسو او ستاسو د بچو خيال ساتم.“ نو هغوئ له يې په نرمو خبرو تسلى ورکړه.
مردکى يهودى په عهده کښې په بادشاه پسې دوېم کس وو. د خپلو يهوديانو هغه ډېر خوښ وو او ډېر عزتمند وو. هغۀ د خپلو خلقو د فائدې دپاره او د ټولو يهوديانو د ګټې دپاره کار کولو.
کۀ د کونډې بچى يا نمسى وى نو هغوئ دې د ټولو نه اول د خپل خاندان ذمه وارى وپېژنى کومه چې د هغوئ مذهبى فريضه هم ده، او هغوئ دې داسې د خپل مور پلار او نيکونو حق ادا کړى ځکه چې داسې کول د خُدائ پاک خوښ دى.