Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 44:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 تاسو ته پته ده چې مونږ د کنعان د مُلک نه هغه روپۍ تاسو له واپس راوړې چې مونږ د بوجو په خُلو کښې وموندلې. نو بيا مونږ څنګه ستا د نېک د کور نه سرۀ يا سپين زر پټولے شُو؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 44:8
12 Iomraidhean Croise  

او يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کوم لوئ مصيبت کښې مونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“


چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې.


نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل.


د خپل ځان سره يو په دوه روپۍ يوسئ، ځکه چې کومې روپۍ ستاسو د بوجو په خُلو کښې واپس کړے شوې وې تاسو هغه خامخا واپس کړئ. کېدے شى چې په غلطۍ سره داسې شوى وى.


چې کله يې هغوئ کور ته راروان کړى وُو، هغوئ ويرېدل او فکر يې کولو چې، ”مونږ ته په وړومبى ځل چې کومې روپۍ واپس کړے شوې وې د هغې په وجه يې دلته راروان کړى يُو. دوئ به ناڅاپى په مونږ حمله وکړى، زمونږ خرۀ به بوځى او مونږ به خپل غلامان کړى.“


هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، داسې خبرې تۀ ولې کوې؟ مونږ قسم کوُو چې مونږ داسې کار نۀ دے کړے.


هغه سړى تپوس وکړو چې، ”کوم حُکمونه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”قتل مۀ کوئ. زنا مۀ کوئ. غلا مۀ کوئ. د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.


ځکه چې دا حُکمونه دى چې، ”زنا مۀ کوئ، خُون مۀ کوئ، غلا مۀ کوئ، حرص مۀ کوئ،“ او د دې نه علاوه نور چې څۀ حُکمونه دى، د هغې ټولو خُلاصه په دې کښې ده چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan