7 هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، داسې خبرې تۀ ولې کوې؟ مونږ قسم کوُو چې مونږ داسې کار نۀ دے کړے.
چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.
چې کله خِدمتګار هغوئ له ورورسېدلو، هم هغه خبرې يې ورته وکړې.
تاسو ته پته ده چې مونږ د کنعان د مُلک نه هغه روپۍ تاسو له واپس راوړې چې مونږ د بوجو په خُلو کښې وموندلې. نو بيا مونږ څنګه ستا د نېک د کور نه سرۀ يا سپين زر پټولے شُو؟
يوآب ورته ووئيل، ”هيچرې نه. زۀ به ستاسو ښار هيڅکله تباه او وران نۀ کړم.
حِزائيل ورته ووئيل، ”زما په شان يو معمولى انسان دومره غټ کار څنګه کولے شى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته ښودلى دى چې تۀ به د شام بادشاه شې.“
نېک نامى د ډېر مال دولت نه غوره ده، عزت د سرو او سپينو زرو نه بهتر دے.
نېک نامى د قيمتى عطرو نه بهتره ده، او د مرګ ورځ د پېدا کېدو د ورځې نه بهتره ده.
زمونږ دپاره دُعا کوئ ځکه چې زمونږ يقين دے چې زمونږ ضمير پاک دے او زمونږ خواهش دے چې په هر لحاظ د عزت ژوند تېر کړُو.