Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 44:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 زمونږ پلار مونږ ته وفرمائيل، تاسو ته پته ده چې زما د ښځې راحيل نه زما صِرف دوه زامن پېدا شوى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 44:27
8 Iomraidhean Croise  

يعقوب راضى شو او چې کله د وادۀ اووۀ ورځې پوره شوې، لابن هغۀ له خپله لور راحيل هم ورکړه چې ښځه يې شى.


خو يعقوب ووئيل، ”زما زوئ به ستاسو سره نۀ ځى، د هغۀ ورور مړ دے او هغه اېک يواځې پاتې دے. په لار کښې به په هغۀ څۀ وشى. زۀ ضعيف سړے يم او چې تاسو ما په کوم غم آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به قبر ته ولېږئ.“


مونږ ورته ووئيل چې مونږ تر هغې پورې نۀ شُو تلے، چې خپل کشرے ورور راسره نۀ وى نو مونږ د هغه سړى په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. مونږ صِرف په دې يو شرط تلے شُو کۀ کشرے ورور هم زمونږ سره لاړ شى.


د يعقوب د ښځې راحيل نه د يعقوب دوه زامن پېدا شول، يوسف او بنيامين.


دا څوارلس تنه، د راحيل نه د يعقوب اولاد دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan