25 هغۀ مونږ ته وفرمائيل چې بيا لاړ شئ او لږه نوره غله واخلئ.
او چې کله د يعقوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقوب خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږه نوره غله راوړئ.“
او کۀ تۀ نۀ غواړې، نو مونږ به نۀ ځُو، ځکه چې هغه سړى مونږ ته وئيلى دى چې مونږ سره خپل ورور نۀ وى نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.“
کله چې مونږ واپس خپل پلار له لاړُو، صاحِبه، چې تا څۀ فرمائيلى وُو هغه خبرې مو هغۀ ته وکړې.
مونږ ورته ووئيل چې مونږ تر هغې پورې نۀ شُو تلے، چې خپل کشرے ورور راسره نۀ وى نو مونږ د هغه سړى په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. مونږ صِرف په دې يو شرط تلے شُو کۀ کشرے ورور هم زمونږ سره لاړ شى.