Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 44:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 صاحِبه، تا مونږ ته وفرمائيل چې هغه دلته راولئ، چې تۀ هغه وګورې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 44:21
7 Iomraidhean Croise  

نو اوس زۀ تاسو په دې طريقې سره معلوموم چې په رښتيا سره تاسو څوک يئ. زۀ د فِرعون په سر قسم کوم چې تاسو به تر هغې پورې لاړ نۀ شئ چې ترڅو ستاسو کشرے ورور دلته راغلے نۀ وى.


خو تاسو به خامخا خپل کشرے ورور ما له راولئ. د دې نه به دا ثابِته شى چې تاسو رښتيا وايئ او زۀ به تاسو نۀ وژنم.“ نو هغوئ دې ته راضى شول


چې کله يوسف د خپلې مور زوئ، خپل سکه ورور بنيامين وليدو، هغۀ وفرمائيل، ”نو دا ستاسو کشرے ورور دے، چې تاسو د هغۀ په حقله ما ته وئيلى وُو؟ زما زويه، خُدائ پاک دې په تا مِهربانه شى.“


او مونږ ووئيل چې هغه هلک د خپل پلار نه نۀ شى جدا کېدے، کۀ هغه جدا شى، نو د هغۀ پلار به مړ شى.


زۀ به هغوئ ته په ښۀ سترګه ګورم، او زۀ به هغوئ دې مُلک ته واپس راولم. زۀ به هغوئ آباد کړم او زۀ به هغوئ ونۀ غورزوم، زۀ به هغوئ وکرم او د بېخ نه به يې نۀ راوباسم.


خو زۀ اوس ستا د لاسونو نه زنځيرونه اخوا کوم او تا آزادوم. کۀ تۀ ما سره بابل ته تلل غواړې، نو راځه چې ځُو. زۀ به ګورم چې ستا پوره خيال وساتلے شى. او کۀ تۀ ما سره هلته تلل نۀ غواړې، نو دلته ايسار شه. ټول مُلک ستا د وړاندې دے. چرته چې تۀ تلل غواړې نو هلته په آزاده توګه لاړ شه.


کۀ د هغوئ دشمنان هغوئ جلاوطن کړى، نو هلته به زۀ تُورې ته د هغوئ د قتلولو حُکم ورکړم. زۀ به خپل نظر په هغوئ وساتم د هغوئ د فائدې دپاره نه بلکې د هغوئ د نقصان دپاره.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan