17 يوسف ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به هيڅکله هم داسې ونۀ کړم، هم هغه يو به زما غلام وى چې د چا سره جام راوتلے وو. باقى نور په خېر سره خپل پلار ته واپس تلے شئ.“
دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“
چې تۀ به مونږ ته نقصان نۀ رسوې، لکه چې څنګه مونږ تا ته نقصان نۀ دے رسولے، او مونږ هيڅ بد تا سره نۀ دى کړى او په امن سره ژوند تېرولو ته مو پرېښودلے وې. او بېشکه چې مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے.“
په درېمه ورځ يوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم.
هغه ووئيل، ”ټيک ده، خو د چا سره چې جام وموندے شى نو صِرف هغه به زما غلام شى او نور خلاص يئ تلے شئ.“
يهوداه ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ تا ته څۀ ووايو؟ مونږ څۀ وئيلے شُو؟ مونږ د خپل ځان صفائى څنګه پېش کړُو؟ خُدائ پاک زمونږ غلطى راڅرګنده کړې ده. اوس به مونږ ټول سره د هغه وروره چې جام ورسره نيولے شوے دے ستا غلامان شُو.“
يهوداه يوسف ته ورنزدې شو او ورته يې ووئيل، ”اے نېکه، زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمتګار له اجازت ورکړه، چې زۀ د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر يې.
د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائيلى دى، د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکى ما ته فرمائيلى دى، ”هغه بادشاه چې په اِنصاف سره بادشاهى کوى، کوم چې د خُدائ پاک په يره کښې بادشاهى کوى،
تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله خپل ځان له خوښوم، دا زۀ يم چې دغه رنګ د اِنصاف فېصلې کوم.
بدعمله کس پرېښودل، او بېګناه له سزا ورکول، مالِک خُدائ د دې دواړو کارونو نه نفرت کوى.