12 د يوسف خِدمتګار هغوئ د مشر ورور نه واخله تر کشر پورې ټول ښۀ ولټول او جام د بنيامين په بوجۍ کښې راووتلو.
قادر خُدائ دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو چې هغه بنيامين او هغه ستاسو بل ورور دواړه تاسو ته واپس کړى. خو کۀ زما بچى خامخا مړۀ کيږى، نو مړۀ دې شى.“
د هغۀ وروڼه په دسترخوان ناست وُو، د هغوئ د عُمر په حِساب سره د مشر نه کشر پورې يوسف ته مخامخ کښېنولے شوى وُو. چې کله هغوئ ته پته ولګېده چې هغوئ څنګه کښېنولے شوى دى، نو دوئ په حېرانتيا سره يو بل ته کتل.
نو هغوئ زر زر خپلې بوجۍ زمکې ته راکوزې کړې او هر يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه.
زما د سپينو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په خولۀ کښې کېږده او ورسره هغه د غلې روپۍ هم کېږده.“ نو هم هغه شان يې وکړل چې څنګه ورته وئيلے شوى وُو.