10 هغه ووئيل، ”ټيک ده، خو د چا سره چې جام وموندے شى نو صِرف هغه به زما غلام شى او نور خلاص يئ تلے شئ.“
نو هغوئ زر زر خپلې بوجۍ زمکې ته راکوزې کړې او هر يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه.
يوسف ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به هيڅکله هم داسې ونۀ کړم، هم هغه يو به زما غلام وى چې د چا سره جام راوتلے وو. باقى نور په خېر سره خپل پلار ته واپس تلے شئ.“
او اوس صاحِبه، د دې هلک په ځائ به زۀ ستا غلام شم، دے پرېږده چې واپس د خپلو وروڼو سره لاړ شى.
صاحِبه، کۀ په مونږ کښې د چا سره هغه وموندے شو، نو هغه به مړ کړے شى او مونږ نور ټول به د خپل نېک غلامان شُو.“