Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 44:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار له حُکم ورکړو چې، ”د هغه کسانو بوجۍ د غلې نه دومره ډکې کړئ چې هغوئ څومره وړلے شى او د هر يو کس روپۍ د هغۀ د بوجۍ په خولۀ کښې کېږدئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 44:1
8 Iomraidhean Croise  

يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه،


يوسف حُکم ورکړو چې د هغۀ د وروڼو بوجۍ د غلې نه ډکې کړئ، د هر يو کس روپۍ واپس د هغۀ په بوجۍ کښې کېږدئ او هغوئ له د سفر دپاره خوراک هم ورکړئ. او هم دغه شان يې ورسره وکړل.


نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل.


چې کله يوسف بنيامين د هغوئ سره وليدلو، نو هغۀ د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”دا سړى زما کور ته بوځه. د غرمې روټۍ به دوئ زما سره وخورى، نو يو څاروے حلال کړه او تيار يې کړه.“


نو د کور د دروازې سره هغوئ مشر خِدمتګار ته ووئيل،


او چې کله د يعقوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقوب خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږه نوره غله راوړئ.“


زما د سپينو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په خولۀ کښې کېږده او ورسره هغه د غلې روپۍ هم کېږده.“ نو هم هغه شان يې وکړل چې څنګه ورته وئيلے شوى وُو.


مالِک خُدائ، ربُ الافواج به د يروشلم او يهوداه نه هغه هر څۀ لرې کړى چې په هغې پورې د خلقو ژوند تړلے دے. هغه به د هغوئ نه خوراک او د څښلو اوبۀ واخلى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan