Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 43:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 يهوداه خپل پلار ته ووئيل، ”دا هلک ما سره ولېږه او مونږ به سمدستى لاړ شُو. هسې نه چې مونږ او تاسو سره د خپلو ماشومان او د لوږې نه مړۀ شُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 43:8
14 Iomraidhean Croise  

ګورئ، ما اورېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ او لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو او د لوږې نه مړۀ نۀ شُو.“


خو يعقوب ووئيل، ”زما زوئ به ستاسو سره نۀ ځى، د هغۀ ورور مړ دے او هغه اېک يواځې پاتې دے. په لار کښې به په هغۀ څۀ وشى. زۀ ضعيف سړے يم او چې تاسو ما په کوم غم آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به قبر ته ولېږئ.“


نو مونږ درته ووئيل چې زمونږ پلار شته چې ضعيف سړے دے او زمونږ يو کشر ورور هم شته چې د هغۀ په بوډاتوب کښې پېدا شوے دے. د دې هلک ورور مړ دے او دا د مور يک يو ژوندے بچے دے. خپل پلار ورسره ډېره مينه کوى.


مونږ ورته ووئيل چې مونږ تر هغې پورې نۀ شُو تلے، چې خپل کشرے ورور راسره نۀ وى نو مونږ د هغه سړى په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. مونږ صِرف په دې يو شرط تلے شُو کۀ کشرے ورور هم زمونږ سره لاړ شى.


هغوئ ته دا هم ووايه چې د مِصر نه خپل ځان سره ګاډۍ بوځى چې په کښې خپلې ښځې، ماشومان او خپل پلار د ځان سره راولى.


اوس تاسو مۀ يرېږئ. زۀ به ستاسو او ستاسو د بچو خيال ساتم.“ نو هغوئ له يې په نرمو خبرو تسلى ورکړه.


د هغۀ خاندان، د هغۀ وروڼه او د هغۀ د پلار د خاندان باقى ټول خلق د هغۀ سره لاړل. صِرف د هغوئ واړۀ ماشومان، د هغوئ ګډې، چېلۍ او څاروى د جشن په علاقه کښې پاتې شول.


د هغۀ يو آفسر ورته ووئيل، ”په دې ښار کښې خلق هسې هم مرګِ حال دى. نو په تاسو کښې دې څۀ کسان پينځۀ آسونه د پاتې شوى آسونو نه خوښ کړئ او لاړ دې شى. کۀ په دوئ څۀ چل وشو، نو پرواه نۀ کوى ځکه کۀ دلته وے نو هم به مونږ سره مړۀ شى. ګنې مونږ ته خو به دا پته ولګى چې څۀ چل دے.“


ښار ته د ننوتلو فائده نشته، دننه به د لوږې نه مړۀ شُو، خو کۀ مونږ دلته ناست يُو، نو بيا به هم مړۀ شُو. نو راځئ چې د شاميانو کېمپ ته لاړ شُو، کۀ هغوئ زمونږ ژوند بچ کړو، نو ژوندى خو به يُو کۀ نه، خو کۀ ومو وژنى، نو مرو خو هسې هم.“


هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى.


زۀ به نۀ مرم خو ژوندے به يم، او هغه څۀ چې مالِک خُدائ کړى دى بيانوم.


د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.


تاسو وئيلى وُو چې ستاسو ماشومان به ونيولے شى، خو زۀ به هغوئ هغه مُلک ته راولم چې تاسو يې مخالفت کړے دے.


موسىٰ د روبين قبيلې په حقله داسې وفرمائيل، ”روبين دې ژوندے وى او هيڅکله دې نۀ مرى، اګر چې د هغوئ خلق لږ دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan