6 يعقوب ورته وفرمائيل، ”تاسو زۀ په دومره سخت تکليف کښې ولې آخته کړے يم چې هغه سړى ته مو ووئيل چې زمونږ بل ورور هم شته؟“
او کۀ تۀ نۀ غواړې، نو مونږ به نۀ ځُو، ځکه چې هغه سړى مونږ ته وئيلى دى چې مونږ سره خپل ورور نۀ وى نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.“
هغوئ جواب ورکړو، ”هغه سړى زمونږ او زمونږ د خاندان په حقله تپوسونه کول چې، ستاسو پلار تر اوسه پورې ژوندے دے څۀ؟ ستاسو بل ورور شته څۀ؟ مونږ خو صِرف د هغۀ د تپوسونو جواب ورکولو. مونږ ته څۀ پته وه چې هغه به مونږ ته وائى چې تاسو د ځان سره خپل ورور هم راولئ؟“
دوئ موسىٰ ته ووئيل، ”په مِصر کښې اديرې نۀ وې څۀ چې تا دې صحرا ته د مړ کېدو دپاره راوستلى يُو؟ ګوره، دا تا څۀ کړى دى چې مونږ دې د مِصر نه راوويستلو.