Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 43:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 د يوسف د دسترخوان نه هغوئ له روټۍ ورکولے شوه او د بنيامين د نورو نه يو په پينځۀ زياته مېلمستيا وشوله. نو هغوئ د يوسف سره خوړل څښل وکړل او ښۀ په سُر کښې شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 43:34
12 Iomraidhean Croise  

د راحيل زامن يوسف او بنيامين وُو.


هغۀ هر يو له د جامو نوې جوړې هم ورکړې، خو هغۀ بنيامين له درې سوه د سپينو زرو سيکې او پينځۀ جوړه نوې جامې ورکړې.


بيا هغۀ اورِياه ته ووئيل، ”کور ته لاړ شه او لږ آرام وکړه.“ اورِياه لاړو او داؤد د هغۀ کور ته يوه تُحفه ولېږله.


شراب هغوئ ته ورکړه څوک چې تباه کيږى، او مے د هغوئ دپاره وى څوک چې په غم آخته وى.


د مېلمستيا روټۍ د خوشحالۍ دپاره وى او مے د زړۀ راحت دپاره وى، او په پېسو هر کار کيږى.


نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.


زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.


زۀ بابليان راوچتوم، چې ظالمان او بې‌رحمه خلق دى. هغوئ په ټوله دُنيا کښې په مخه روان دى چې هغه ځايونه قبضه کړى چې د دوئ نۀ دى.


اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرے. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“


او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څوک ښۀ مے اول ورکوى او کمزورى تر هغې ساتى ترڅو چې مېلمانۀ پوره ماړۀ شوى نۀ وى، خو تا خو تر اوسه ښۀ مے لا ساتلى دى.“


هغۀ د حنه سره ډېره مينه کوله نو ځکه هغې له يې يو په دوه برخه ورکوله، اګر چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan