22 مونږ ځان سره د نور خوراک اخستلو دپاره نورې روپۍ هم راوړې دى. مونږ ته پته نشته چې هغه روپۍ زمونږ په بوجو کښې چا واپس اېښې وې.“
چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې.
د خپل ځان سره يو په دوه روپۍ يوسئ، ځکه چې کومې روپۍ ستاسو د بوجو په خُلو کښې واپس کړے شوې وې تاسو هغه خامخا واپس کړئ. کېدے شى چې په غلطۍ سره داسې شوى وى.
مونږ چې کله سرائى ته ورسېدو، مونږ خپلې بوجۍ کولاو کړې، نو هر يو کس خپلې ټولې روپۍ د خپلې خپلې بوجۍ په خولۀ کښې وموندلې. مونږ هغه د ځان سره واپس راوړې دى.
د خِدمتګارانو مشر ورته ووئيل، ”خېر به شى، مۀ يرېږئ. ستاسو او ستاسو د پلار خُدائ پاک درله هغه روپۍ ستاسو په بوجو کښې اېښې وې. ستاسو روپۍ ما ته مِلاو شوې.“ بيا هغۀ شمعون هغوئ له راوستلو.