2 او چې کله د يعقوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقوب خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږه نوره غله راوړئ.“
نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو،
”اے صاحِبه، مونږ دلته يو ځل مخکښې د خوراک اخستلو دپاره راغلى وُو.
يهوداه هغۀ ته ووئيل، ”هغه سړى مونږ ته په ټينګه خبردارے راکړے دے چې مونږ د ځان سره خپل ورور نۀ وى راوستلے نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.
کۀ تۀ مونږ سره زمونږ ورور لېږل غواړې، نو مونږ به لاړ شُو او ستا دپاره به خوراک واخلو.
هغۀ مونږ ته وفرمائيل چې بيا لاړ شئ او لږه نوره غله واخلئ.
د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى.
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
د زيات سوچ کولو نه وروستو هغه چرته زمکه خوښوى او په بيعه يې اخلى او د خپلې ګټې او محنت په پېسو پکښې د انګور باغ لګوى.
او کۀ څوک د خپلوانو او خاص د خپل خاندان د خلقو خيال نۀ ساتى نو هغه د ايمان نه منکر او د بېايمانه نه هم بدتر دے.