Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 43:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 چې کله يې هغوئ کور ته راروان کړى وُو، هغوئ ويرېدل او فکر يې کولو چې، ”مونږ ته په وړومبى ځل چې کومې روپۍ واپس کړے شوې وې د هغې په وجه يې دلته راروان کړى يُو. دوئ به ناڅاپى په مونږ حمله وکړى، زمونږ خرۀ به بوځى او مونږ به خپل غلامان کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 43:18
20 Iomraidhean Croise  

او يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کوم لوئ مصيبت کښې مونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“


چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې.


هغۀ خپل وروڼه راوغوښتل، ”دېخوا وګورئ، ما ته يې خپلې روپۍ واپس کړې دى، دا دى زما په بوجۍ کښې دى.“ د هغوئ ساه ډُوبه شوه او ويرېدل او هغوئ د يو بل نه پوښتنه وکړه چې، ”دې خُدائ پاک لا مونږ سره څۀ وکړل؟“


نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل.


نو خِدمتګار هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته حُکم شوے وو او هغه کسان يې د يوسف کور ته بوتلل.


نو د کور د دروازې سره هغوئ مشر خِدمتګار ته ووئيل،


تاسو ته پته ده چې مونږ د کنعان د مُلک نه هغه روپۍ تاسو له واپس راوړې چې مونږ د بوجو په خُلو کښې وموندلې. نو بيا مونږ څنګه ستا د نېک د کور نه سرۀ يا سپين زر پټولے شُو؟


د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى.


هغوئ په ما باندې د هر طرف نه راشى، کله چې زۀ لاندې يم نو هغوئ په ما باندې راټوپ کړى.


خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى. خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى. او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.


کله چې ما پرې د پوهېدو کوشش وکړو، نو دا کار ما ته سخت ښکاره شو.


کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.


نو په دې وجه نور وزيران او لوئ آفسران په دې لټون کښې شُو چې د هغۀ په حکومتى انتظام کښې څۀ داسې غلطى پېدا کړى. خو هغوئ څۀ داسې هيڅ څيز د هغۀ خلاف پېدا نۀ کړلو چې هغه پرې ملامته کړى، ځکه چې هغه ډېر ايماندار وو او هيڅ قسم غلطى او بې‌ايمانى يې نۀ کوله.


خو چې هيروديس د عيسىٰ په حقله واورېدل نو وې وئيل چې، ”هغه يحيىٰ چې ما يې سر پرې کړے وو بيا راژوندے شوے دے.“


خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله چې په ما کښې يې هر قِسمه لالچ پېدا کړو. ځکه چې د شريعت نه بغېر ګناه مړه ده.


او د هغې خِلاف داسې دروغ ووائى چې ما وادۀ کړه خو چې کله ورسره څملاستم نو ما ته پته ولګېده چې هغه زما نه مخکښې د بل سړى سره ملاسته وه.


هغه د دې خِلاف دا دروغ وائى چې کله ما ورسره وادۀ وکړو نو هغه د مخکښې نه د بل سړى سره ملاسته وه خو ثبوت دا دے چې زما لور صفا وه، د وادۀ د کټ په څادر باندې تاسو د وينې دا داغونه وګورئ.“


منوحه خپلې ښځې ته ووئيل، ”په دې کښې څۀ شک نشته چې مونږ به مړۀ شُو، ځکه چې مونږ خُدائ پاک ليدلے دے.“


مور پلار ته يې دا پته نۀ وه چې په دې کار کښې د مالِک خُدائ لاس وو، ځکه چې مالِک خُدائ د فلستيانو سره د جنګ دپاره يوه موقع لټوله. په هغه وخت کښې فلستيانو په بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan