15 نو د هغۀ زامنو هغه تُحفې او يو په دوه روپۍ واخستلې او مِصر ته د بنيامين سره روان شول. او هلته د يوسف په حضور کښې پېش شول.
نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل.
خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام.
مونږ چې کله سرائى ته ورسېدو، مونږ خپلې بوجۍ کولاو کړې، نو هر يو کس خپلې ټولې روپۍ د خپلې خپلې بوجۍ په خولۀ کښې وموندلې. مونږ هغه د ځان سره واپس راوړې دى.
هغوئ خپلې تُحفې تيارې کړې چې يوسف ته يې پېش کړى چې کله هغه د غرمې راورسيږى، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ به د هغۀ سره روټۍ خورى.
يو اِسرائيلى فوجى چې نوم يې زِکرى وو هغۀ د احاز بادشاه زوئ معسياه، د محل مشر عزريقام او القنه ووژل. القنه په بادشاه پسې دوېم سړے وو.
ډېر خلق د حاکِم خوشامندى کوى، او هر څوک د هغه چا دوست وى څوک چې تُحفې ورکوى.