1 نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو،
او يو ځل په کنعان کښې قحط راغلو او دا د برداشت نه دومره بهر وو چې ابرام مِصر ته هِجرت وکړو، چې هلته دېره شى.
نو مالِک خُدائ د اِبراهيم نه تپوس وکړو، ”ساره ولې وخندل او وې وئيل چې په دې عُمر کښې زما ماشوم پېدا کېدے شى څۀ ځکه چې زۀ ډېره بوډۍ يم؟
د هغې نه وروستو، په هغه مُلک کښې يو بل قحط راغلو لکه څنګه چې مخکښې د اِبراهيم په وخت کښې راغلے وو. اِسحاق په جرار کښې، د فلستيانو بادشاه ابىمَلِک له ورَغلو.
نو د يعقوب زامن د نورو خلقو سره غلې اخستلو دپاره راغلل ځکه چې د کنعان په مُلک کښې قحط وو.
او چې کله د يعقوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقوب خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږه نوره غله راوړئ.“
”مونږ دې مُلک ته د اوسېدو دپاره راغلى يُو، ځکه چې د کنعان په مُلک کښې ډېر سخت قحط دے او زمونږ د څاروو د څرېدلو ځائ نشته. صاحِبه، مونږ تا ته سوال کوُو، مونږ له اجازت راکړه چې د جشن په علاقه کښې اوسيږو.“
زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.
نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.