9 هغۀ ته هغه خوبونه راياد شول کوم يې چې د هغوئ په حقله ليدلى وُو او ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسوسان يئ، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“
يوسف په وروڼو بد لګېدو، خو د هغۀ پلار د هغۀ دا ټولې خبرې په خپل زړۀ کښې يادې ساتلې.
تاسو يو کس لاړ شئ او هغه راولئ. تاسو باقى نور به په قېدخانه کښې واچولے شئ چې ستاسو دا خبره معلومه کړے شى چې تاسو رښتيا وايئ کۀ نۀ. ګنې، د فِرعون په سر مې قسم دے چې تاسو په رښتيا جاسوسان يئ.“
خپل کشرے ورور ما له راولئ. بيا به ما ته پته ولګى چې تاسو جاسوسان نۀ يئ او صحيح خلق يئ، زۀ به تاسو له خپل ورور درواپس کړم او بيا تاسو دلته پاتې شئ او سوداګرى کوئ.“
د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې داؤد ستا د پلار درناوے کوى چې هغۀ دا کسان د همدردۍ دپاره درلېږلى دى؟ بلکل نه، هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې ښار ولټوى او په مونږ باندې فتح حاصله کړى.“
نو مالِک خُدائ په هغه خلقو يو وبا راولېږله، ځکه چې د هغوئ په وجه هارون د سرو زرو سخے جوړ کړے وو.
”د دولسو قبيلو د هرې يوې قبيلې نه يو يو مشر خوښ کړه او هغوئ د جاسوسانو په توګه ولېږه چې د کنعان مُلک وګورى، کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“
نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى.
هم د ايمان په وسيله راحب کنجره د نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چې هغې اِسرائيلى جاسوسان په خير قبول کړى وُو.
بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.
نو هغوئ لاړل او راحب يې سره د هغې د مور او پلار، وروڼو او خوېندو او باقى خاندان سره رابهر کړه. هغوئ هغه ټول خاندان او نوکران محفوظ ځائ ته بوتلل چې د بنى اِسرائيلو کېمپ سره نزدې وو.
هغوئ يو سړے وليدو چې د ښار نه راووتلو نو هغۀ ته يې ووئيل، ”ښار ته د ننوتلو لار مونږ ته وښايه او مونږ به تا سره ښۀ سلوک وکړُو.“
هغۀ جاسوسان ولېږل او دا يې معلوم کړل چې ساؤل په رښتيا هلته دے.