Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 42:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 42:35
6 Iomraidhean Croise  

د خپل ځان سره يو په دوه روپۍ يوسئ، ځکه چې کومې روپۍ ستاسو د بوجو په خُلو کښې واپس کړے شوې وې تاسو هغه خامخا واپس کړئ. کېدے شى چې په غلطۍ سره داسې شوى وى.


نو د هغۀ زامنو هغه تُحفې او يو په دوه روپۍ واخستلې او مِصر ته د بنيامين سره روان شول. او هلته د يوسف په حضور کښې پېش شول.


مونږ چې کله سرائى ته ورسېدو، مونږ خپلې بوجۍ کولاو کړې، نو هر يو کس خپلې ټولې روپۍ د خپلې خپلې بوجۍ په خولۀ کښې وموندلې. مونږ هغه د ځان سره واپس راوړې دى.


يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار له حُکم ورکړو چې، ”د هغه کسانو بوجۍ د غلې نه دومره ډکې کړئ چې هغوئ څومره وړلے شى او د هر يو کس روپۍ د هغۀ د بوجۍ په خولۀ کښې کېږدئ.


هغۀ خپل جيب د پېسو نه ډک کړے دے، او د دې مياشتې تر آخره به واپس نۀ راځى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan