30 ”د مِصر مشر مونږ سره سختې خبرې کولې او هغۀ په مونږ اِلزام ولګولو چې مونږ د هغۀ په مُلک کښې جاسوسى کوُو.
تاسو يو کس لاړ شئ او هغه راولئ. تاسو باقى نور به په قېدخانه کښې واچولے شئ چې ستاسو دا خبره معلومه کړے شى چې تاسو رښتيا وايئ کۀ نۀ. ګنې، د فِرعون په سر مې قسم دے چې تاسو په رښتيا جاسوسان يئ.“
چې کله دوئ په کنعان کښې خپل پلار يعقوب له راغلل، هغوئ هغۀ ته هر څۀ ووئيل چې د هغوئ سره شوى وُو،
يوسف خپل وروڼه وليدل، هغۀ دوئ وپېژندل، خو ځان يې داسې کړو لکه چې هډو دوئ پېژنى نه. او د هغوئ سره يې سختې خبرې کولې، ”تاسو د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د خوراک اخستلو دپاره د کنعان نه راغلى يُو.“
هغۀ ته هغه خوبونه راياد شول کوم يې چې د هغوئ په حقله ليدلى وُو او ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسوسان يئ، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“