29 چې کله دوئ په کنعان کښې خپل پلار يعقوب له راغلل، هغوئ هغۀ ته هر څۀ ووئيل چې د هغوئ سره شوى وُو،
هغۀ خپل وروڼه راوغوښتل، ”دېخوا وګورئ، ما ته يې خپلې روپۍ واپس کړې دى، دا دى زما په بوجۍ کښې دى.“ د هغوئ ساه ډُوبه شوه او ويرېدل او هغوئ د يو بل نه پوښتنه وکړه چې، ”دې خُدائ پاک لا مونږ سره څۀ وکړل؟“
”د مِصر مشر مونږ سره سختې خبرې کولې او هغۀ په مونږ اِلزام ولګولو چې مونږ د هغۀ په مُلک کښې جاسوسى کوُو.
کله چې مونږ واپس خپل پلار له لاړُو، صاحِبه، چې تا څۀ فرمائيلى وُو هغه خبرې مو هغۀ ته وکړې.
دوئ د مِصر نه روان شول او د کنعان په مُلک کښې خپل پلار او کور ته لاړل.
هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقوب حق حېران شو او د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو.